Connect with us

تازه خبرونه

له هند او بنګلدیش سره د افغان کرکت لوبډلې د سیالیو نوملړ اعلان شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بنګلدیش پر وړاندې د ۳ شل اوریزو او د هندوستان پر وړاندې د تاریخې تیست لوبې لپاره د افغانستان ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو.

د نوروز منګل په مشرۍ د افغانستان غوراوي کمیتې د هغو شپاړس کسیزو لوبډلو نوملړ په ډاګه کړ، چې د بنګلدیش پر وړاندې په درې شل اوریزو او د هندوستان پر وړاندې په تاریخي ټيسټ لوبه کې ګډون کوي.

د بنګلدیش پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لپاره د لوبډلو نوملړ په لاندې ډول دی: شهزاد محمدي، نجیب تره کی، عثمان غني، اصغر ستانکزی(لوبډلمشر) نجیب ځدراڼ، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق، درویش رسولي، محمد نبي، ګلبدین نائب، کریم جنت، راشد خان، شرف الدین اشرف، مجیب ځدراڼ، شاپور ځدراڼ او آفتاب عالم شامل دي.

د هندوستان پر وړاندې ډ تاریخي تیست سیالۍ لپاره لوبډله په لاندې ډول ده: شهزاد محمدي، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی(لوبډلمشر) ناصر جمال،حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی، محمد نبي، راشد خان، ظاهر خان، حمزه هوتک، سیدشهزاد، محمد یامین احمدزی، وفادار او مجیب ځدراڼ.

د یادونې وړ ده، چې د بنګلدیش پر وړاندې درې شل اوریزې سیالۍ به د هند دهرادون په ښار کې په درېیمه، پېنځمه او اوومه نېټه ترسره کیږي. دغه راز به تاریخي تیست لوبه به د هندوستان پر وړاندې د جون پر ۱۴ پیل شي.

تازه خبرونه

افغانستان د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د پاکستانيو پوځیانو له‌خوا د افغانستان له حریمه د سرغړونې په غبرګون کې د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار او احتجاج‌لیک یې ورته وسپاره.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري،  پخپله خاوره تېری نشي زغملی.

پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرېنږدي، چې ځینې کړۍ پر غیر مسوولانه کړنو خپل غلط سیاستونه روان وساتي او د “دوه مسلمانو ګاونډ هيوادونو” اړیکې خرابه کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان سرحدي ځواکونو فرضي کرښې ته نږدې د پاکستان پوځي مرکزونه وویشتل

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه د کب اته‌ویشتمه) څرګنده کړې، چې د پاکستان جنګي او جاسوسي جیټ الوتکې یو ځل بیا د افغانستان خاورې ته ننوتلي او د پکتیکا په سپیرې او د خوست برمل ولسوالیو کې یې د ملکي خلکو پر کورونو بمبارډ کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې: د پاکستان د هوایي یرخل او تېري په ځواب کې افغان سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه پر درندو وسلو ویشتي دي.

خوارزمي زیاته کړې، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر حالت کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کوي.

د پاکستان پر پوځي مرکز له خونړي برید وروسته د دغه هېواد لوړپوړو چارواکو د غچ اخیستو شعارونه ورکړل.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي: پاکستان پرېکړه کړې هر څوک، چې زمونږ پر پولو، زمونږ پر کور او یا زمونږ پر مالونو برید وکړي؛ مونږ به ورته سخت ځواب ورکړو، هغه که هر څوک وي او د هر هېواد وي.

د پاکستان د ولسمشر له دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته تېره شپه د دغه هېواد کشفي او جنګي الوتکو د پکتیکا پر برمل او د خوست په سپېره ولسوالیو بریدونه وکړل.

د پاکستان له خوا ادعا شوې چې په دغو بريدونو کې د ټي ټي پي يو قوماندان پر نښه شوى دى.

له دغه برید څو ساعته وروسته د پاکستان د وزیرستان له سیمې د ټي ټي پي د یاد قوماندان عبدالله شاه ویډیو کلیپ خپور شو.

دغه هوايي بریدونه د اسلامي امارت له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

ذبيح الله مجاهد دغه بریدونه غندلي او وايي، چې دا ډول پېښې به ډېرې بدې پايلې ولري، چې د پاکستان له کنټروله به بهر وي.

اسلامي امارت وایي، چې پاکستان باید د خپلې بې کفایتۍ او ناکامۍ پړه پر افغانستان وانه‌چوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د پکتيکا درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او دوه نورو میرمنو د خوست په سپیره ولسوالۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړیدی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پکتیکا او خوست کې د پاکستان هوایي بریدونه پر افغان خاورې ښکاره تېری دی – مجاهد

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې، چې تېره شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت د برمل لمنه او د خوست سپیرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په اړوند سیمو کې د عامو وګړو پر کورونو بمبارد کړی دی.

ذبیح الله مجاهد د دوشنبې پر ورځ ( د کب پر اته‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې یاد بريدونه پر کلکو ټکو غندي او دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان پر حریم تجاوز او تېری بولي.

ذبیح الله مجاهد وایي؛ د دې هوایي تېري په پایله کې د پکتیکا ۶ کسان ۳ ښځینه او ۳ ماشومان وژل شوي او یو کور نړیدلی. دغه راز په خوست ولایت کې یو کور نړیدلی ۲ ښځې وژل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد د دغو بریدونو په غبرګون کې څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت، چې د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچاته پخپله خاوره د تېري اجازه نه‌ورکوي.

هغه ویلي: د عبدالله شاه په نامه کس، چې پاکستاني اړخ یې په پېښه کې د پر نښه کېدو ادعا لري؛ هغه په پاکستان کې دی. بله دا، چې د یادو سیمو په دواړو غاړو کې یو قوم اوسیږي، چې ورځنی تګ راتګ او ګنې خپلویانې لري.

د نوموړي په خبرپاڼه کې راغلي: پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرېنږدي، چې د پوځ څو جنرالان په دغه ډول بې باکه کړنو سره تېرو شل کلونو ته ورته د نورو جهتونو د ګټو لپاره خپل غلط سیاستونه روان وساتي او د “دوه مسلمانو ګاونډ هيوادونو” اړیکې خرابه کړي.

مجاهد زیاته کړې: پاکستان باید پخپله خاوره کې د پېښو د نه کنترول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي؛ ځکه داسې پېښې خورا بدې پایلې درلودلی شي، چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.

د افغانستان اسلامي امارت هیچاته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه د چا امنیت خراب کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر ورځ وسله‌والو د پاکستان په میرعلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته له چاودیدونکیو توکو ډکې لارۍ ته چاودنه ورکړ شوه او د پاکستان د پوځ اووه سرتېري او دوه افسران یې ووژل.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!