په پکتیا کې وسلوال طالبان د ښار تر څنډو رارسیدلي- ایوب غروال

(Last Updated On: مې 20, 2018)

د پکتیا ولایتي شورا غړي وایي، چې په دې ولایت کې د امنیتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ د نشتوالي له کبله وسلوال طالبان د ښار تر څنډو رارسیدلي دي.

په ګردیز کې د وسلوالو طالبانو لخوا هدفي وژنې او د ښار په څلور کیلو مترۍ کې د امنیتي پولیسو د پوستو سقوط د دې ولایت ولایتي شورا او عام خلک اندېښمن کړي دي.

ولایتي شورا او خلک اندېښمن دي، چې د نورو کلونو په پرتله په ښار او اړوند سیمو کې د وسلوالو طالبانو فعالیتونه زیات شوي او خلک په لویو لارو کې تلاشي کوي.

د ولایتي شورا غړی ایوب غروال وايي، په پکتیا کې د امنیتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ د نشتوالي له کبله وسلوال زړور شوي او د ښار په اړوند سیمو کې ډاډمنې هڅې تر سره کوي.

د پکتیا چارواکي هم په دې ورستیو کې پراخو وسلوالو هڅو اندېښمن کړی دي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی د دغه ولایت د مرکز ګردیز په اړوند سیمو کې د وسلوالو لخوا پر امنیتي پوستو بریدونه مني؛ خو وايي، چې په یادو بریدونو کې وسلوالو طالبانو ته زیات تلفات اوښتي دي.

 ښاغلي والي زیاته کړې؛ د ښار د امنیتي کمربند لپاره  د څلور سوه سیمه ییزو پوليسو تشکیل له اړوند وزرات غوښتل شوی، چې له دې سره به د مرکز د یو شمېر ناامنو سیمو تر څنګ په زرمت ولسوالي کې هم  پراخ عملیات تر سره شي.

د پوځي چارو د شنونکیو په خبره؛ د ګردیز امنیتي وضیعت د خراب والي لوی لامل په امنیتي برخه کې د همغږۍ نشتوالی دي، چې مسوولین باید جدي پاملرنه ورته وکړي. کنه حالات به له دې هم خراب شي.

خبریال: فریدالله احمدزی/ پکتیا

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …