عاجل خبرونه

په کندهار کې د ستون فقرات بریالي عملیات تر سره شول

(Last Updated On: May 07, 2018 5:51 pm)

د کندهار په یو خصوصي  روغتون کې داکترانو په لومړي ځل پر يوه ۵۵ کلن ناروغ د ستون فقراتو بریالي عملیات تر سره کړل او ناروغ یې د فلج له ناروغۍ ژغورلی، چې اوس پخپلو پښو ګرزي.

د کندهار په مومند روغتون کې داکترانو په لومړي ځل د ستون فقرات يا د ملا د تير جراحي عملیات تر سره کړي دي.

د یاد روغتون داکتران دغه علميات په سيمه کي لومړني ګڼي او وایي، چې خلک اوس پخپلو داکترانو او طبي خدمتونو باور پیدا کوي.

د دغه روغتون د هډوکو څانګوال(متخصص) داکتر نور احمد فیض وايي؛ ناروغ پېنځه پنځوس کاله عمر لري او د ملا د تیر دوه مرۍ یې بیځایه شوې وې، چې له فلج سره مخ و.  

ښاغلی داکتر فیض زیاتوي، ناروغ د ډېرې ناستې له کبله پر دغې ناروغۍ اخته شوی و.

هغه دا هم ویلي، چي د پېنځه ساعته عملیاتو په پایله کي يې د ناروغ د ملا تير بېرته پخواني حالت ته راوستی دى.

نوموړي څرګنده کړې؛ پر دغو عملیاتو د ناروغ اویا زره افغانۍ لګښت راغلی، چې په وینا يې په بهر کې دغه ډول عملیات تر لس زره دالرو لګښت لري.

 ۵۵ کلن حافظ محمود د روزګان اوسیدونکی او هلته د جومات  ملا امام دی.

ملا صاحب حافظ محمود ويلي؛ ناروغي ورته د زياتي ناستي له امله پېښه شوې وه، چي دواړه پښي يې فلج شوي وې او غاړه يې هم یوې او بلي خوا ته ګرزولی نشوه؛ خو اوس پخپلو پښو کرزي او اورمیږ هم تاوولی شي.

د یادوني وړده، چي له دې وړاندې په کندهار کې داکترانو د زړه څو پیچلي عملیات هم په بریالیتوب تر سره کړي دي.

خبریال: بريالی رحيمي

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …