Connect with us

تازه خبرونه

په کندهار کې کروندګرو ته د پېستې ۲۵۰ نوي باغونه جوړېږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کندهار، چې انار، انګور او یو شمېر نورې تازه او وچې مېوې یې په نړيوالو بازارونو کې ښه ځای لري او کروندګرو یې د پېستو باغونو جوړولو ته مخه کړې،  چي ښه پايله هم لري.

د کندهار د کرنې ریاست سرپرست حبیب الرحمان سجاد وايي، سږ کال د اووه ولسوالیو له کروندګرو سره د پېستو باغونو د ترویج په موخه ۲۹ زره نیالګي مرسته کیږي، چي د کوکنارو مخه هم ونيول شي او د ګروندګرو په اقتصاد کې هم ښوالی راشي.

د نوموړي په وینا؛ تېر کال له دغو کروندګرو سره د پیوند ژمنه نوه شوې؛ سږ کال مونږ پیوند هم ورکوو.  

د کندهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریيس ګل محمد شکران هم وايي؛ پسته د کوکنارو یو ښه بدیل دی، چي کروندګر به ترې ښه ګټه تر لاسه کړي.

په ورته وخت کي کروندګر سيف الله هم د کرني رياست دغه اقدام ستايي او له حکومت غوښتنه کوي، چې د باغونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

هغه وایي، دغه ونه لږ اوبه غواړي او د کندهار په ځمکه کې ښه وده هم کوي.

د کرني د مسوولينو د څرګندونو له مخي؛ سږ کال به د مرسي کور موسسې، چي د کرني په برخه کي مرستي کوي په  کندهار کې ۲۵۰، په هلمند کې۱۴۰ او په روزګان کې به ۶۰ د پیستې باغونه د ۱۳۸۰ کروندګرو لپاره جوړ کړي.

دوی وایي، چې د پېستې باغونه به لومړی د کندهار په اووه  ولسوالیو او وروسته به د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې جوړ شي او دغه راز به د پستې باغونه د کوکنارو د کر او قاچاق په مخنيوي کي ډېر مهم رول  ولوبوي.

خبریال:  بريالي رحيمي

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!