په کندوز کې له یوې ترافیکي پېښې اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړی

(Last Updated On: September 17, 2017)

 

د کندوز د ترافیکو مدیریت په ډاګه کړې، چې  نن له غرمې مخکې لس بجې د خان آباد ـ کندوز پر لویه  لار د خواجه پسته په سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.

د کندوز د ترافیکو مدیر عزیزالله مبارز وايي په یاده سیمه کې د ملي اردو یو تانک له یوه مسافر وړونکي تونس سره ټکر کړی، چې په کې ۷ کسان مړه شوي او دیارلس نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي، په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته .

About Ariana News

Avatar

Check Also

په مزار ښار کې د خصوصي مخابراتي شبکو دفترونه وتړل شول

(Last Updated On: July 22, 2019)د بلخ ولایت د سیمه ییزو چارواکو په سپارښتنه امنیتي …