په کندوز کي جګړو د بزګرانو ژوند او حاصلات زیانمن کړي

(Last Updated On: جون 26, 2017)

په کندوز کي د کرنې ریاست وایي دوامداره جګړو د بزګرانو ژوند او حاصلات زیانمن کړي دي.

د کندوز د کرنې رییس عبدالنبی رووفی وایي، په کندوز کی له دوامداره جګړو سره سره پر ۱۴۵ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي او سربېره پر دې پر ۳۸ زره او ۲۴۵ هکتاره للمه ځمکه هم غنم کرل شوي دي.

د کندوز د کرنې رییس زیاتوي، په مرکز او ولسوالیو کې د دې ادارې سروې ښيي، چې د اوبو پر ځمکه سږ کال د غنمو حاصلات یو سلنه ډېر شوی؛ خو د نورو کلونو په پرتله د للمو غنمو حاصلات بی مخینې لږ شوي دي.

هغه ناامنی د بزګرانو پروړاندې لویه ستونزه ګڼي او وایي، د غنمو د یوې سلنې د لوړوالي لامل دادی، چې بزګرانو ته یې اصلاح شوي تخمونه ورکړي او دوی یې د هغو پر کرلو او  ساتلو پوهولي دي؛ خو دا، چي للمی غنم لږ شوي؛ نو پر وخت پرېاورښت ونه شو.

بزګران وایي، د جګړې دوام دوی ډېر زیانمن کړي او محصولات یی هم به مناسبه بیه نه پلورل کیږي.

د کندوز د کرنې ریاست وایي، په پام کي ده، چې په مرکز او ولسوالیو کې پر ۵۴۵ هکتاره ځمکه شولې وکرل شي، چې دا د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی دي.

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …