په کندهار کې د درمل جوړولو د یوې لویې کارخونې کار ۷۰ سلنه بشپړ شوی

(Last Updated On: December 24, 2019)

په کندهار کې د ۷۱ افغان سوداګرو د ۵۰ میلیون دالرو پر ګډه ونډه د درمل جوړولو پر یوې پراخې کارخونې کار مخ پر بشپړیدو دی.

د  درملو د دې کارخونې د تولید مسوول احمد سعید صدیق څرګنده کړې، چې د درمل جوړولو د دغې کارخونې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي او د ۲۰۲۰ کال تر نيمايي به یې ټولې چارې بشپړې شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه کارخونه به پر نړیوال معیار درمل تولیدوي، چې د کار ټول بهیر به یې د نړیوال روغتیايي سازمان له خوا څارل کېږي.

ښاغلي احمد سعید صدیق زیاته کړې؛ دغه کارخونه په ۲۷ جریبه ځمکه کې د ۷۱ افغان سوداګرو د ۵۰ میلیون دالرو پر لګښت جوړېږي، چې په ۷ ساعتونو کې به دوه میلیون تابلیت، یو میلیون کپسول او سل زره سیروم تولید کړي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس داکتر موسی جان ویلي؛ د دغې کارخونې له فعالیدو سره به هېواد د درملو په برخه کې پرځانبسیا شي او د غیر معیاري درملو د واریدیدو مخنیوی به هم وشي.

د معلوماتو له مخې؛ په کندهار کې دا مهال ۱۷۰ د درملو راجستر شوې کمپنۍ شته، چې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه درمل واردوي.

خبریال: بریالی رحیمي

About Ariana News

Avatar

Check Also

هند د افغانستان له نوي حکومت سره د ګډ کار ډاډ څرګند کړ

(Last Updated On: February 20, 2020) هند په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني …