په کندهارکې افغان پولیس پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړي

(Last Updated On: September 23, 2019)

یوه امنیتي سرچینه، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي څرګندوي؛ نن مازیګر د کندهار په هوایی ډګر کې د پولیسو یوه سرتېري پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې دي.

یادې سرچینې زیاته کړې، چې د بهرنیو سرتېرو په متقابلو ډزو کې د عامه نظم سرتېری وژل شوی دی. 

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ لدې پېښې وروسته د هوایي ډګر دروازې وتړل شوې.

ځایی امنیتی چارواکو ویلي، چې دوی له داسې یوې پېښې خبر نه ول.
 ناتو په ډاګه کړه، چې په متقابلو ډزو کې د نظم عامه یو پولیس وژل شوی او درې بهرني سرتېري ټپیان دي.

طالبانو ویلي، چې  برید له نږدې د دوی نفوذي کس کړی، چې په کې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۲ بهرني سرتېري وژل شوي دي

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تخار ولایت د شولو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

(Last Updated On: October 17, 2019)د تخار د کرنې او مالدارې ریاست ویلي؛ په تېرو …