په کندوز او بغلان کې د طالبانو له زندانونو ۴۷ بندیان خوشې شول

(Last Updated On: June 11, 2019)

د پامیر ۲۱۷ قول اردو ویاند ویلي، چې د هېواد کوماندو ځواکونو په کندوز ولایت کې لږ تر لږه ۱۳ بندیان د طالبانو له زندان څخه خوشې کړي دي.

د پامیر ۲۱۷ قول اردو ویاند عبدالهادی آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې کوماندو ځواکونو تېره شپه ۱۲ بجې د کندوز ولایت په افتاش ولسوالۍ کې ۱۳ کسان د طالبانو له منګولو ژغورلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې آفغان ځواکونو ته زیان ندی اوښتی؛ درې پولیس، یو سرتېری، پېنځه عام وګړي او څلور مشکوک کسان د طالبانو له بنده خوشې شوي دي.

دغه ولسوالي درې کاله مخکې د ولسمشر غني لخوا منظوره شوې، چې له همغه وخته تر دې دمه د طالبانو تر څارنې لاندې ده.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت ځانګړیو ځواکونو هم د ځانګړیو پولیسو په عملیاتو کې ۳۴ زندانیان راخوشې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې تېره شپه د بغلان ولایت  د مرکزي بغلان ولسوالۍ د لرخابي په اړوند سیمه کې د طالبانو یو زندان مات شو؛ ۷ سرتېري، ۷ پولیس، ۳ د ملي امنیت سرتېري او ۱۷ نور عام وګړي ترې راخوشې شول.

د یادونې ده، چې په تېرو لس ورځو کې دا د طالبانو لسم زندان دی، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري مات او لسګونه بندیان ترې راخوشې کیږي.

طالبانو تر دې دمه د دغو پېښو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په زابل کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي

(Last Updated On: August 25, 2019)د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په زابل …