Connect with us

تازه خبرونه

په ولسي جرګه کې د رییس د پلویانو او مخالفانو تر منځ بیا ناندرې تودې شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ولسي جرګه کې د نوي نومول شوي رییس میر رحمان رحماني د پلویانو او مخالفانو تر منځ ناندرې د یکشنبې پر ورځ( د غویی پر ۲۹) هم روانې وساتل شوې.

ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې عمومي غونډه جوړه شي؛ خو د ریاست د څوکۍ پر سر د را ولاړو شویو شخړو او ناندرو له کبله جوړه نه شوه.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره په دوه یم پړاو ټاکنو کې، چې د شنبې پر ورځ( د غویی ۲۸) تر سره شوې؛ ښاغلی رحماني او کمال ناصر اصولي د دغه مقام د خپلولو لپاره سیالي تر سره کړه، چې د رایو په پای کې د جرګې لنډمهاله رییس د  ۱۲۳ رایو پخپلولو ښاغلی رحماني ګټونکی اعلام کړ.

ښاغلي اصولي په دې ټاکنو کې د دغه مقام لپاره  ۵۵ رایې ترلاسه کړې؛ خو د ټاکنو لدغه بهیر سره یې مخالفت څرګند کړ او نه یوازې یې نوي ټاکل شوي رییس ته د خبرو کولو اجازه ورنکړه، بلکې له پلویانو سره یې مخالفت هم روان وساته.

اټکل داسې وه، چې د یکشنبې پر ورځ به د ولسي جرګې عمومي غونډه جوړه شي؛ خو د جرګې د ریاست څوکۍ د یو شمېر غړیو لخوا کلا بنده شوه او میر رحمان رحماني ته د ریاست کولو اجازه ورنکړ شوه.

په دغه لړ کې د ځینو غړو تر منځ فزیکي شخړه هم وشوه.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی رمضان بشردوست وایي: ولسي جرګه د لانجو او شخړو پر کور اوښتې او دوه کسان، چې غواړي ریاست ته ورسیږي لکه وږي لیوان د ریاست د څوکۍ خواته یې خپله څوکۍ ایښي، چې خپلې برخې ته ورسیږي. دا؛ نو په جرګه کې دننه څه حال دی!

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو وړاندیز وکړ، چې د جرګې د ادارې لپاره باید موقت اداري پلاوی جوړ شي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازی غلام فاروق مجروح وایي: ولسي جرګه ګروګان نیول شوې ده او دواړو خواوو د یو او بل پر وړاندې لانجې جوړې کړې دي. باید قوانینو ته وکتل شي، چې رامنځته شوې ستونزه حل شي. پرته لدې جرګه نشي کولی کار وکړي.

سره لدې، چې رسنیو ته له جرګې څخه د انځور اخیستنې اجازه نده ورکړ شوې؛ خو د ولسي جرګې د غړیو لخوا اخیستل شوي انځورونه ښیي، چې په کې دننه شخړې او ناندرې راپورته شوې دي.  د را ولاړې شوې لانجې د حل لپاره پېنځلس کسیز پلاوي کار پیل کړی؛ خو د جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ د ریاست د څوکۍ پر سر را ولاړه شوې ستونزه باید ژر تر ژره حل شي.

خان اغا رضايي، همایون هریرود، اجمل رحماني، میرداد نجرابي، او ناهید فرید د میر رحمان رحماني د پلویانو له ډلې او خان محمد وردګ، جاوید ساپی، سید احمد خادم، راضیه منګل او عبدالرشید عزیزي د کمال ناصر اصولي له پلویانو څخه په کمیسیون کې راټول شوي دي. دغه راز عرفان الله عرفان، عبدالقیوم سجادي، احمد عثماني، فریدون مهمند او احمد الله بتاش د بې پرې غړیو په توګه په کمیسیون کې پر دنده ګومارل شوي دي.

ولیدل چې دغه کمیسیون به د راولاړې شوې لانجې د حل لپاره کومې لارې وړاندیز کړي تر څو وکولی شي، دغه حالت ته پای ورکړي.

د یادونې ده، چې په ولسي جرګه کې د ښاغلي اصولي پلویانو تېره ورځ ګواښ کړی و، چې رحماني ته به د کار پیلولو اجازه ورنګړي او د ولسي جرګې د ریاست لپاره دې ټاکنې بیا تر سره شي؛ خو یو شمېر تصویرونه ښيي، چې ښاغلی رحماني په پوځي بدرګه د جرګې تالار ته وردننه شو او نانرو زور واخیست.

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!