Connect with us

تازه خبرونه

په پکتیا کې ۲۵۰ کسانو حرفوي زدکړې تر لاسه کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د دې ولايت له بېلابېلو ولسواليو د ۱۳۰ ښځينه وو په ګډون ۲۵۰ تنو په خیاطۍ، موتر سایکل او موبایل جوړونې، نجارۍ او برښنا برخو کې شپږ میاشتنۍ زدکړې تر سره کړې.

د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست رییس محبوب سلام زی  وايي؛ په راتلونکیو کلونو کې غواړو دې ته ورته نور پروګرامونه هم ولرو، چې بېوزله خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

نوموړی زیاتوي؛ د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د وژل شويو کسانو کورنیو، معيوبينو او بې وزله کسانو ته په دغو زدکړو کې لومړیتوب ورکوو او د اړوند څنګې ځينې  اړين وسايل هم پرې وېشل کیږي، چې د کورنۍ لپاره ترې يوه مړۍ ډوډوۍ تر لاسه کړای شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د تېرو کلونو په پرتله په هېواد کې بي کاري کمه شوې ده.

لدې زدکړو فارغ ګل ناز افغان وايي، که د کار زمينه ورته برابره شي د کورنۍ ټولې اړتياوې پوره کولی شي.

نبي نومی له مسوولينو غواړي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

صابره نومې وایي، چې  د پکتیا د نورو اوسیدونکیو لپاره دې هم ورته پروګرامونه په نظر کې ونیول شي.

د ثور۱۱ د کارګر نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې اوس هم شاوخوا تر دری میلیون ډېر کسان بیکاره دي.

خبریال:  فریدالله احمدزی

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!