په پکتیا پوهنتون کې د تالار جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

(Last Updated On: April 9, 2019)

په پکتیا پوهنتون کې د ۵۰ ميليون افغانيو پر ارزښت د غونډو او کنفرانسونو د تالار جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

د پکتیا ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د ورزشي لوبو او سياليو پر وخت به هم د دغه ولايت ورزشکاران ترې ګټه واخيستلی شي.

دغه تالار، چې د ولسمشرۍ له ملي پراختيا څخه د ملاتړ ادارې پر مالي لګښت د بنایي تصدۍ لخوا د يو کال په کاري ورځو کې جوړ يږي او په يو وخت کې به د ۱۰۰۰ کسانو د ځايولو وړتيا ولري.

 پکتيا والي شمیم کټوازي د ياد تالار د بنسټ ډبرې په کیښودو د پکتيا ولس او د پوهنتون مسوولينو او زدکړيالانو ته مبارکي وويله او د ياد تالار جوړونکي شرکت څخه یې وغوښتل، چې د ساختماني چارو کيفيت او کميت ته جدي پاملرنه وکړي.

خبریال: فریدالله احمد زی

About Ariana News

Check Also

په کابل کې د مخدره توکو د قاچاق پر تور ۳ کسان نیول شوي

(Last Updated On: May 23, 2019)کورنیو چارو وزارت د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې …