عاجل خبرونه

په کندوز کې د تکواندو فدراسیون مشر کامل کریمي ترور شو

(Last Updated On: April 8, 2019)

په کندوز کې د تکواندو فدراسیون مشر کامل کریمي او د بدني روزنې د ښکلا اتل تېر ماښام د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.

په کندوز ولایت کې امنيتي چارواکو پېښه منلې؛ خو په اړه یې ډېر څه نه وایي.  

د ارواښاد کریمي خپلوانو ویلي، چې نوموړی تېره شپه د سپین زر کلوپ پر لویه لار د ناڅرګندو وسلوالو له لوري ترور شوی دی.

دوی دا هم څرګنده کړې، چې ارواښاد کریمي له څو ورځو راپدیخوا تر امنیتي ګواښ لاندې و.

About Ariana News

Avatar

Check Also

کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي

(Last Updated On: September 16, 2019)د افغانستان برښنا شرکت وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا …