Connect with us

تازه خبرونه

له ولسمشریزو ټاکنو مخکې سوله اړینه ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

که څه هم د سولې د ټینګیدو لپاره هڅې روانې دي؛ خو د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو له ټاکنو وړاندې د سولې پر خوندي کولو ټینګار کوي.

د سولې د ټینګښت څرنګوالی او د ټاکنو ترسره کیدل د سیاسیونو او حکومت ترمنځ د ورځې تاوده موضوعات دي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شهاب حکیمي وایي؛ مخکې لدې، چې ټاکنې وشي، باید د یو مشروع حکومت د رامنځته کولو لپاره د سولې هوکړې ته ورسیږو.      

دوی وایي، که د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو وړاندې د سولې خبرې اترې پایلې ته ونه رسیږي؛ نو د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ باید اوربند رامنځته شي، چې ټاکنې په ټول هېواد کې تر سره شي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عنایت الله خفیظ  وایي، چې په ټول هېواد کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره باید اوربند وشي او تر څنګ یې د سولې بهیر هم روان وساتل شي. 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له سیاسي څېرو او حکومتي مشرانو سره په لیدنه کې د ولسمشریزو ټاکنو پر ترسره کیدو ټینګار کوي؛ خو ویلي يې دي،  چې ممکن د ټاکنو له ترسره کیدو وړاندې سوله وشي.

څارونکي بنسټونه بیا د سولې په بهیر کې پر ابهاماتو نیوکه کوي او وایي،  که د ټاکنو له ترسره کیدو وړاندې سوله ونشي؛ د تلې پر شپږمه باید ټاکني تر سره شي.

د افغانستان د روڼتیا ټاکنو بنسټ غړی حبیب الله شینواری وایي، چې که له ټاکنو مخکې سوله خوندي نشي او د لندمهاله حکومت لپاره کار روان وي؛ نو دا کار به مونږ ته مشروعیت ونلري. باید ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي.       

دا په داسي حال کې ده، چې د ټاکنو د  ترسره کیدو لپاره د ټاکنو کمیسیون پر ظرفیت اندېښنې پخپل ځاي پاتې دي.

خبریاله: دیانا صمدي

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو ۶ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې پر ورځ (د وري نهمه) په یوه خبري ناسته کې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د وروستیو شپږ میاشتو هڅې او پرمختګونه رسنیو ته وړاندې کړل.

د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۲ کال په تېرو شپږ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي، چې ۷ زره ۲۳۳ یې کشف او ۱۵ سوه ۲۵ نورې تر څېړنې لاندې دي.

قانع زیاته کړې؛ ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو پر تړاو نیول شوي دي.

نوموړی وایي؛ په دې موده کې ۲۱ انسان تښتوونکي وژل شوي، ۱۸ کسان یې له منګولو ازاد شوي او ۱۷۲ د انسان تښتونې پر تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د پاسپورټونو د وېش په اړه څرګنده کړې، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ۸۳۷ زره پاسپورټونه خلکو ته وېشل شوي او په کابل کې به د وېش درې نورې نوې ادارې جوړې شي.

قانع ویلي: د پاسپورټ رياست له‌خوا هره ورځ لس زره پاسپورتونه هېوادوالو ته وېشل کېږي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق هم صفر ته رسېدلي او په هېواد کې د نشه‌یي توکو د تولید اته ماشینونه او د نشه‌یي توکو د تولید ۳۷۷ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي. دوی د پولیسو د مسلکي کیدو، له فساد سره د مبارزې او د وسلو په راټولولو کې هم لاسته راوړنې لري.

هغه دا هم ويلي، چې په دې موده کې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې کومه امنيتي پېښه نده رامنځته شوې او نه هم کوم امنيتي ضد فعاليتونه ترسره شوي دي.

د قانع د څرګندونو له مخې، امنیتي کچه د تېرو څو لسیزو پر پرتله بې سارې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس له وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه خوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!