که ټاکنې د سولې د خبرو د پیل لپاره وځنډیږي؛ نو ترې ملاتړ کوو- سیاسي بهیرونه

(Last Updated On: November 26, 2018)

یو شمېر سیاسي بهیرونه د ولسمشریزو ټاکنو له ځنډيدو پدې شرط ملاتړ کوي، چې له ټاکنو مخکې باید د سولې خبرې پیل شي.

داسې ښکاري، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پخوا په څیر پر ټاکلې نېټه د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار نکوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې ښايي د یوې طرحې له مخې ولسمشریزې ټاکنې درې میاشتې وځنډوي.

د کمیسیون دغې طرحې د سیاسي بهیرونو غبرګونونه له ځان سره درلودل.

د جمعیت اسلامي لوړپوړی غړی محمد اسماعیل خان ويلي، که ټاکنې د سولې د خبرو د پیلیدو لپاره وځنډیږي، دوی یې ملاتړ کوي؛ خو که د ناکارۍ له کبله ځنډيږي،د منلو نده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که ټاکنې د سولې د خبرو لپاره وځنډیږي؛ ستونزه نه رامنځته کوي او مونږ غواړو، چې د سولې بهیر ښه او ډاډمن ترسره شي.

د سیاسي ډلو رهبرانو څرګنده کړې؛ دوی د سولې په خبرو کې روښانه ونډه غواړي او ټينګار کوي، چې هر څومره ژر باید د سولې خبرې په لنډ وخت کې یوې پایلې ته ورسیږي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې رییس انوارالحق احدي وایي: د سولې خبرې باید په دوه یا درې میاشتو کې تر سره شي او ټاکنې دې تر پوښتنې لاندې نه راځي.

د حزب اسلامي رييس عبدالهادي ارغندیوال بیا په ډاګه کړې، چې که ټاکنې ځنډیږي؛ نو کمیسیون باید په دغه موده کې ژور اصلاحات رامنځته کړي.

نوموړی زیاتوي: کمیسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو په فکر کې وي او په کمیسیون کې پر اصلاحاتو ډېر کار وکړي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې؛ د ولسمشر دنده د پېنځم کال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه پای ته رسیږي او د دېرش یا شپته ورځو په دننه کې ولسمشریزې ټاکنې تر سره کیږي.

که څه هم کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو نېټه د را روان کال د وري دېرشمه ښودلې؛ خو اوس یې ویلي، چې د دغو ټاکنو نېټه به په راتلونکې اوونۍ کې اعلان کړي.

خبریال: علی اصغري

About Ariana News

Check Also

د قطر په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته وځنډېده

(Last Updated On: April 18, 2019)ټاکل شوې وه، چې د پنچشنبې پر ورځ( د وري …