عاجل خبرونه

په ټاکنو کې د بایومتریک سیستم د کارونې لپاره څېړنې روانې دي

(Last Updated On: September 22, 2018)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، په ټاکنو کې د بایومتریک سیستم د کارونې لپاره څېړنې روانې دي.

د ټاکنو پر ورځ د رای ورکوونکیو د بایومتریک کیدو سیستم کارول د سیاسي ګوندونو د پرلپسې غوښتنو پایله ده.

اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ کار روان دی، چې د ټاکنو پر ورځ له یاد سیستم استفاده وشي او پرینږدي، چې رای ورکوونکي په یوه ورځ کې دوه ځله رای ورکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي زیاتوي، د تازه پرېکړې له مخې رای ورکوونکي باید پر کاغذي پېژندپاڼو  خپله رای وکاروي؛ خو له غوراوي مخکې یې د ګوتو نښان اخیستل کیږي.

د نوموړي په خبره؛ د بایو متریک په اړه څېړنې اویا په سلو کې بشپړې شوي او تر اوسه ۳۰ سلنه تخنیکي پوښتنې پاتې دي، چې د اوونۍ تر پایه پای ته ورسیږي.

ښاغلي هاشمي دا هم څرګنده کړې، چې د بایو متریک دوه ویشت زره دستګاوې ټاکل شوې له جرمني څخه وپېرل شي. دا ماشینونه به د ټاکنو پر ورځ په آف لاین ډول کار وکړي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف وایي، تر هغې، چې رسمي ګډه پرېکړه ونشي؛ خپل مدني حرکتونو به روان ساتو.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا  وایي، په دې اړه د  ټاکنو کمیسیون وروستۍ پرېکړې ته په تمه يو او پاتې نورې غوښتنې مو منل شوې ندي.

ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې پر اته ویشتمه تر سره شي. دغه ټاکنې په ۲۱ زره سیمو او پېنځه زره سل مرکزونو کې تر سره کیږي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

دولت جوړوونکې ټاکنیزه ډله د خلکو د تېر ایستلو هڅې کوي- عبدالله عبدالله

(Last Updated On: August 20, 2019)د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله ویلي، …