په پروان ولایت کې د ناتو درې سرتېري ووژل شول

(Last Updated On: اګست 5, 2018)

د پروان ولایت چاریکار ښار ته نږدې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت درې سرتېري د یکشنبې له غرمې مخکې( د زمري ۱۴) په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

په هغه خبرپاڼه کې، چې ناتو خپره کړې راغلي؛ دغه سرتېري له افغان ځواکونو سره په اړوند سیمه کې د ګزمې په حال کې ول، چې ځانمرګی برید پرې تر سره شوی دی.

په دې پېښه کې یو د ناتو او دوه افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.

د دغه ځانمرګي برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

که څه هم د ناتو ځواکونو جنګي ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې پای ته رسیدلی؛ خو یو شمېر سرتېري یې له افغان ځواکونو سره د مشورې، تجهیز،  روزنې او همکارۍ لپاره په افغانستان کې پاتې دي.

About Ariana News

Check Also

امریکا دې د فرانسې په سیاسي مسلو کې لاسوهنه نکوي- فرانسه

(Last Updated On: دسمبر 10, 2018) د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان …