عاجل خبرونه

په کاپیسا ولایت کې د وسلوالو طالبانو درې کسیزه ډله نیول شوې

(Last Updated On: جولای 30, 2018)

د ملي امنیت ځواکونو ځانګړې قطعې د کاپیسا ولایت د مرکز په محمود راقي ښار کې  د وسلوالو طالبانو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.   

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا درې کسیزه ډله(هر یو عبدالباسط مشهور پر ساجد د سمیع الله ، کامل د فقیر شاه او محمد نسیم د محمد یاسین زامن)  د ملي امنیت د ځواکونو له خوا  په محمود راقي ښار کې نیول شوې ده.

 سرچینه وایي، دغو کسانو اعتراف کړی، چې په کاپیسا کې د طالبانو د یوه قومندان ملا نصرت په لارښوونه یي  ګڼ فعالیتونه سرته رسولي دي.

About Ariana News

Check Also

د هند منفي کړنې د افغانستان د سولې بهیر زیانمنولی شي- پاکستان

(Last Updated On: فبروري 19, 2019) په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، که هند …