عاجل خبرونه

په پاکستان کې د رایو پر بیا شمېرنې ټینګار شوی

(Last Updated On: جولای 29, 2018)

په پاکستان کې د دولتي تلویزیون د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې د ټاکنو پر پایلو شکونه شوي او یو شمېر نوماندانو په خپلو ټاکنیزو حوزو کې د رایو د بیا شمېرنې غوښتنه کړې ده.

یو شمېر څرګندونې ښيي، چې د ملتان، لاهور او مانسېرې سیمو په ځینو رای مرکزونو کې د رایو بیا ځلې شمېرنه کېږي. په دې کې د لاهور هغه حوزه هم شامله ده، چې د مسلم لیګ نواز ګوند خواجه سعد رفیق د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان پر وړاندې  پر ۶۸۰ رایو ماتې خوړلې ده.

تحریک انصاف ګوند په ډاګه کړې؛ دوی چمتو دي، چې د ټاکنو پایلو په تړاو د ټولو سیاسي ګوندونو نيوکو په لیرې کولو کې مرسته وکړي.

د دغه ګوند ویاند فواد چودري د سیاسي ګوندونو له لوري د ټاکنو پایلو له ردولو وروسته ویلي، دوی له مخکې په څېړنه کې دغو ګوندونو ته د مرستې وړاندیز کړی دی.

فواد چودري زیاتوي؛ دا د ټاکنو کمیسیون او سیاسي ګوندونو خپلمنځۍ موضوع ده، خو که دوی غواړي تحریک انصاف د واکمن ګوند په دې اړه مرستې ته چمتو یو.

د جمعې پر ورځ د ټاکنو د پایلو په تړاو د پاکستان سیاسي ګوندونو په یوه ګډه غونډه کې په ګډه د جولای پر ۲۵ د ټاکنو د رایو پایلې رد کړې.

له غونډې وروسته د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وویل: ټول سیاسي ګوندونه په یوه خوله اوسنۍ ټاکنې ردوي؛ ځکه دا د خلکو د باور استازیتوب نه دی، بلکې د خلکو رایې غلا کول دي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …