په پاکستان کې افغان سفير له مولانا سميع الحق سره ولیدل

(Last Updated On: اکتوبر 23, 2017)

په پاکستان کې افغان سفير حضرت عمرزاخېلوال خبر ورکړی، چې د خپل مرستيال زردشت(شمس) په ملتیا یې د پاکستان د جمعيت العلما اسلام(س) له مشر مولانا سميع الحق سره په اکوړه خټک کې ولیدل.

د پاکستان د جمعيت العلما اسلام(س) دفتر په ډاګه کړې، چې په دې لیدنه کې مولانا سميع الحق ویلي، چې په افغانستان او پاکستان کې امنيت د دواړو حکومتونو په گټه دی.

هغه زیاته کړې، چې لويديځوال د خپلو موخو لپاره د ستونزو حل نه غواړي؛ ځکه، نو ټوله اسلامي نړۍ په جگړې کې ښکېل ده. 

نوموړي ټینګار کړی، چې باید اسلامي نړۍ او پاکستان په ګډه په افغانستان کې سولې ته کار وکړي. 

افغان سفير مولانا سميع الحق ته ډاډ وکړى، چې د سولې لپاره به د هر کور ور وټکوي.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال اوړمه ورځ د خپلو لیدنو په لړ کې د دغه هېواد د پوځ له مشر سره د اړیکو او همکاریو د ښه کیدو په اړه خبرې کړې وې. 

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ولسمشر غني سبا سېشنبه هند ته سفر وکړي.

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …