په فراه کې د طالبانو په دوه بریدونو کې ۲۴ سرتېري وژل شوي

(Last Updated On: March 10, 2018 4:42 pm)

د فراه د ولایتي شورا رییس ټینګار کوي، چې په بالابلوک ولسوالۍ طالبانو د پوځ لس کماندو سرتېري او اته پولیس وژلي؛ خو د طالبانو په بل برید کې، چې په فراه ښار کې پر یوه پوسته شوی،  شپږ پولیس وژل شوي دي.

افغان ځواکونو په بالابلوک ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو چاڼیز عملیات پیل کړي؛ خو ځانګړي ځواکونه د شنبې په شپه د بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود په کلي کې د طالبانو لخوا محاصره شول.

د فراه ولایتي شورا رییس فرید بختور  وایي، د طالبانو په برید کې اتلس سرتېري وژل شوي او درې پولیس طالبانو له ځان سره بیولي دي.

د نوموړي په وینا؛ د طالبانو په بل برید کې، چې په فراه  ښار کې د پولیسو پر یوه پوسته شوی، شپږ پولیس وژل شوي او په یوه شپه کې په دې ترتیب څلیریشت دولتي سرتېري وژل شوي دي.

کورنیو چارو وزارت څه نه وایي؛ خو ملي دفاع وزارت د څلور سرتېرو وژنه تائیدوي.

د ملي اردو ځانګړي ځواکونه مني، چې د طالبانو په وروستي برید کې لس کماندو سرتېري  وژل شوي او دوه شپې مخکې هم  په دې ولایت کې څلور کماندو سرتېري وژل شوي وه. دغه ځواکونه ډېر بریالي دي او افغانستان ته ‌ډېر ارزښت لري.

عبدالصمد صالحي د فراه د ولایتي شورا منشي  وایي، تلفات؛ ځکه واوښتل، چې پخپل وخت هوایي ملاتړ ساحې ته ونه رسید.

د ولسي جرګې غړی  کرام الدین رضا زاده وایي، د مدیریت کمزورتیا او د عملیاتو لپاره نه پلان هغه څه دي، چې د طالبانو په بریدونو کې یې لس دولتي سرتېري ووژل.

ملي دفاع وزارت وایي، چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې دلته له ۳۰ ډېر وسلوال طالبان وژل شوي دي. مخکې د کب په پېنځمه د بالابلوک په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته په شوي برید کې نږدې شل د ملي اردو سرتېري ووژل شول. په تخار کې هم د جمعې په ورځ په شوي برید کې ۱۶ دولتي سرتېري وژل شوي وه.

ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په دې هکله څه نه وایي، خو د ملي اردو ځانګړیو ځواکونو ویلي، چې د طالبانو په وروستي برید کې یې لس تنه سرتېري وژل شوي دي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …