په کابل کې د ښځو د هیندبال سیالي وشوه

(Last Updated On: March 08, 2018 7:02 pm)

د مارچ د اتمې  یا د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې  په مناسبت په کابل کې د ښځو د هیندبال سیالي تر سره شوه.

په کابل ښار کې د ښځو د هیندبال سیالۍ د هیندبال الف لوبډلې د کابل د ښځو د هیندبال له ب لوبډلې سره مقابله وکړه.

لوبه الف لوبډلې وګټله.

د هیندبال ملي فدراسیون سکرترجنراله عناب بارز وایي، له لوبې زمونږ موخه داده، چې نورې نجنې دې لوبې ته وهڅیږي او دا لوبه زده کړي.     

د هیند بال لوبډلې غړې حمیرا بارکزۍ وایي؛ نجونې باید وهڅیږي، چې لوبې زده کړي او له بشپړې روغتیا په درلودلو هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

دغه سیالي د کابل د ښځو د هیندبال الف لوبډلې ۱۴ د ۱۳ امتیازونو په وړاندې وګټلې.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …