عاجل خبرونه

په هرات کې د نارسمي ښاري سیمو د ملکیت سندونه ووېشل شول

(Last Updated On: February 24, 2018 6:42 pm)

 

ولسمشر غني د تاپي پروژې د رسمي کار له پیل کیدو وروسته په یو لړ مراسمو کې د هرات ۵۰۰ اوسیدونکیو ته، چې په نارسمي سیمو کې ملکیتونه لري، د ملکیت سندونه ووېشل.  

ولسمشر، چې په هرات کې د نارسمي ښاري ساحو د ملکیت سندونو د وېش مراسمو ته خبرې کولې، وویل؛ د خبیثه کړۍ کار، چې د ځمکو په غصب او وېش لاس پورې کوي، د منلو نه دی.

افغان ولسمشر اشرف غني د ملکیتونو پر خوندیتوب ټینګار کوي وایي، چې ټول افغانان باید خوندي ملکیتونه ولري؛ بې پلانه سیمې نور زمونږ په سیندګي( قاموس) کې ځای نلري.

افغان ولسمشر د ترهګرو بریدونو ته په غبرګون کې وویل، افغانان اقتصادي پراختیا غواړي او د وسلوالو ځپلو ته کلکه اراده لري.  

هغه زیاته کړې، چې له اوسني کړکېچه د افغانستان ژغورنې هڅې روانې دي او بېخبنایي پروژې په ځانګړي توګه تاپي به افغانانو ته ګټورې پریوځي.

د هرات والي آصف رحیمي وایي، د ملکیتونو د سندونو وېش د ځمکو د غصب مخه نیسي او د نارسمي جایدادونو ارزښت هم ډېروي.           

افغان حکومت وایي، د ۲۰۲۰ کال تر پایه به د ۸ ښارونو په نارسمي ساحو کې یو میلیون کورونو ته د ملکیت سندونه ووېشل شي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …