په کابل کې ځانمرګي ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: فبروري 24, 2018)

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې نن سهار مهال بریدګر د شش درک سړک شنې امنیتي برخې ته ننوتی او د ملي امنیت ریاست یوې برخې ته نږدې یې خپل چاودیدونکي توکي چولي، چې په کې درې کسه وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.

دغه ځانمرګي برید نن سهار د اړوند سیمې اوسیدونکي حیران کړل؛ ځکه، چې دغه سیمه تر کلکې امنیتي څارنې لاندې ده.

عیني شاهدان وایي، چې دې سړک ته ننوتل ساده او آسانه کار نه دی.

کابل ښاریان د ملي وحدت حکومت مشران د خلکو د مال او ځان په خوندي کولو کې په بې پروایۍ او بې تفاوتۍ تورنوي.

عیني شاهد وزیر محمد وایي، ما ولیدل، چې په دې برید کې ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې او شمېر یې هم ډېر دی.

کابل اوسیدونکی احمد مختار وایي؛ د ملي وحدت حکومت مشران په رښتیا، چې د حکومت کولو وس نلري او واکمني دې خوشې کړي.

کابل د جمهوریت روغتون د سړک او انترکانتینینتال هوتل له پېښې وروسته آرام و؛ خو د شنبې ورځې چاودنې د خلکو پاملرنه یو ځل بیا د حکومت بېوسۍ ته راواړوله.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي، چې بریدګر پیاده دغه سړک ته ننوتی، چې په برید کې یې درې کسه وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.

څه نا څه دوه میاشتې وړاندې هم په همدې سیمه کې د ملي امنیت ریاست پر یوې برخې ځانمرګی برید شوی و، چې ۶ کسه یې وژلي وه.

په کابل کې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د طالبانو او داعش په بریدونو کې له ۱۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د شش درک سړک تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې دی؛ نور امنیتي او ناامنیتي بنسټونه هم دلته دفترونه لري. دا، چې برید ګر څنګه دې امنیتي سیمې ته له خپلو چاودیدونکیو توکو سره دننه شوی، ډېرې پوښتنې یې راپورته کړي دي.   

خبریال: مصطفی محب

About Ariana News

Check Also

امریکا دې د فرانسې په سیاسي مسلو کې لاسوهنه نکوي- فرانسه

(Last Updated On: دسمبر 10, 2018) د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان …