عاجل خبرونه

په فراه ولایت کې ۲۰ سرتېري وژل شوي- داد الله قانع

(Last Updated On: February 24, 2018 2:30 pm)

د فراه ولایتي شورا غړی وایي، تېره شپه طالبانو په دې ولایت کې ۲۰ سرتېري وژلي دي.

د فراه ولایتي شورا غړی دادالله قانع وایي، وسلوالو طالبانو تېره شپه د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک پر پوځي ا‌ډه وسلوال برید کړی، چې په کې شل د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یاد پوځي مرکز طالبانو نیولی دی.

هغه زیاته کړې، چې په دې جګړه کې دولس وسلوال طالبان هم وژل شوي او وسلوالو د دې اډې ټولې وسلې، مهمات او وسایط له ځان سره وړي دي.

په فراه کې امنیتي چارواکو تراوسه په دې اړه له څه ویلوډډه کړې ده.

دوه ورځې وړاندې د دې ولایت امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد د افغان او ناتو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو له ۳۸ کسانو له وژنې خبر ورکړی و.

فراه ولایت په دې وروستیو کې ناامنه شوی او هره شپه پر امنیتي پوستو بریدونه کیږي او خلکو د ښکېلو خواوو له نښتو هم اندېښنه ښکاره کړې ده.

About Ariana News

Check Also

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغدي تذکرو د وېش لړۍ ودروله

(Last Updated On: September 18, 2018 6:39 pm) د وګړو د احوال ثبتولو ادارې رییس …