عاجل خبرونه

په فاریاب کې د ولسي پاڅونوالو او امنیتي ځواکونو په نښته کې ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: فبروري 11, 2018)

د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې له ولسي پاڅونوالو سره د امنیتي ځواکونو د نښتې له کبله ۵ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د ګرزیوان کلي پاڅونوالو او سیمه ییزو پولیسو ترمنځ د سې شنبې په سهار د شخصي اختلافونو له کبله نښته شوې ده.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وایې دغه نښته د شخصي تربګنیو له کبله رامنځته شوې او سیمې ته د تازه سرتېرو په رسیدو پاي ته رسیدلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغې نښتې له کبله ۵کسه وژل شوې او درې نور ټپیان دي.

د ښاغلي یورش په وینا؛ په دغه نښته کې د وژل شوې کورنۍ د غړیو جسدونه د ولایت مقام ته راوړل شوي او وایي، چې ګرم کسان باید مجازات شي.

د فاریاب والي ویاند جاوید بیدار څرګنده کړې، چې سیمې ته یو پلاوی لیږل شوی، چې پېښه وڅېړي او عاملین یې د عدلي او قضایې ارګانونو ته وروپېژني.

د فاریاب سیمه ییز مسوولین وایي، دغه ډول پېښې به د دغه ولایت پر امنیتي وضعیت اغېز ولري او خلک هم د دغه ډول پېښو په بیا ځلې پېښېدو اندېښنه ښیي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …