تازه خبرونه
په کابل کې د افغانستان او چین د اړیکو۶۳ کلیزه ونمانځل شوه
په کابل کې د افغانستان او چین د اړیکو د ۶۳ کلیزې په نمانځغونډه کې د چین د سفارت مرستیال ویلي؛ هڅه کوو، چې د افغانستان، پاکستان او چین تر منځ ښې اړیکې ټینګې شي.
په کابل کې د چین د سفیر مرستیال ژانګ زیکسین وایي؛ مونږ غواړو، چې افغانستان ته له پوځي اړخه تجهیزات ورکړو. دغه راز غواړو، چې د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ یو ډول اړیکې ټینګې شي، چې د بریالیتوب لوری وټاکي او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې به ډېرې ګټورې وي او مونږ دغه پروګرام له نورو ارګانونو سره هم شریکوو.
ځینې پخواني چارواکي د چین پر ارزښت ټینګار کوي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم ویلي، تر هغې، چې تروریزم او امریکا په افغانستان کې وي د چین د پروژو پلي کیدل ستونزمن دي؛ ځکه، چې امریکا په سیمه کې چین او روسیه خپل سیالان بولي.
په چین کې د افغانستان پخوانی سفیر سلطان احمد بهین د چین پر ګټور رول ټینګار کوي او وایي، افغانستان له ملي او نړیوال کړکیچ لیرې هېواد دی؛ په دغه حالت کې افغانستان کولی شي د همکاریو پر داسې یو مرکز بدل شي، چې بېلابېلې سیالۍ هم مدیریت کړي.
ځینې کارپوهان باوري دي چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نږدې اړیکې مهمې دي او باید داسې تنظیم شي، چې په افغانستان کې سیمه ییزې سیالي پیل نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د چین په کوربتوب د سولې په اړه افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه خبرې وشوې او ټاکل شوې ، چې د بلې دغې ناستې کوربتوب به افغانستان کوي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه9 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
سوداگري21 hours ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول