عاجل خبرونه

په هرات کې دوه ځوانان د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو وژل شوي

(Last Updated On: جنوري 7, 2018)

د هرات ښار په شیدایي سیمه د یاشنبې پر ورځ مازیګر مهال دوه ځوانان د ناڅرګندو وسلوالو موتر سایکل سپرو پر ډزو وژل شوي دي.

د هرات ولایت د مرکزي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزی وایي، د دغو دوه ځوانانو مړي د بشپړو څېړنو لپاره عدلي طب ته لیږدول شوي دي.

د هرات پولیسو د دغو ځوانانو وژل کیدل تائید کړي او وایي، چې د پېښې د عاملینو د پېژندنې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

تر دې دمه هیچا د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

About Ariana News

Check Also

که موقت حکومت سوله راپه برخه کوي، ملاتړ یې اړین دی- زاخېلوال

(Last Updated On: فبروري 14, 2019) د پاکستان په اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی …