عاجل خبرونه

په کابل کې دې د امریکا سفارت وتړل شي- د ننګرهار لاریونوال

(Last Updated On: دسمبر 10, 2017)

په ننګرهار کې سلګونه کسانو په کابل کې د امریکا سفارت د تړلو غوښتنه کړې ده.

دوی د امریکا د هغې پرېکړې په غبرګون کې لاریون کړی، چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلی دی.

د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د نجم المدارس زدکوونکيو د امریکا د هغې پرېکړې پر ضد لاریون کړی، چې بیت المقدس د اسرائیلو د مرکز په توګه په رسمیت پيژني.

لاریون کوونکیو پر افغان حکومت او اسلامي نړۍ غږ وکړ، چې له امریکا سره پریکون او پرضد یې یو اسلامي لښکر جوړ کړي.

دوی ګواښ وکړ، چې که امریکا خپله پرېکړه بېرته وانخلي وسله به پورته کړي.

د نجم المدارس مدرسې مسوول له ملي وحدت حکومته وغوښتل، چې له امریکا سره دې ټول تړونونه لغو او سفارت دې وروتړي.  

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ هم د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې خلکو د امریکا پرضد لاریونونه کړي وه او خبرداری یې ورکړی و، چې که امریکا د بیت المقدس په اړه کړې پرېکړه بېرته وانخلي؛ په افغانستان کې به امریکايي اهداف په نښه شي.

عربي ټولنې یا عرب لیګ هم د امریکا د ولسمشر پرېکړه ناسمه بللې ده.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …