په مشرانو جرګه کې د وګړو د احوالو د ثبت قانون تاييد شو

(Last Updated On: November 19, 2017 7:56 pm)

د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د شپږمې مادې د تعدیل طرحه د مشرانو جرګې د رایو په غوڅ اکثریت تایید شوه.

د دغه قانون په شپږمه ماده کې د ولسمشر په فرمان کې د ملیت او ملت کلیمې ملي شورا ته وړندیز شوي و.

 ترد وړاندې دغه فرمان د ولسي جرګې لخوا رد شوي و. په همدې حال کې د مشرانو جرګې رییس وایې په تذکرو کې د ملیت او ملت د کلمې ذکر کیدل د اکثرو خلکو غوښتنې وې.

د نفوسو د احوالو ثبت قانون په هېواد کې یو له جنجالې قوانینو څخه شمیرل کېږي، که څه هم دغه قانون څه موده وړاندې د ولسي جرګې له خوا تایید او د ولسمشر لخوا توشیح شوي و؛ خو د دغه قانون شپږمه ماده د ولسمشر لخوا تعدیل او له هغه وروسته ملي شورا ته وړاندې شو، چې د ولسي جرګې لخوا رد شو.

په همدې حال کې مشرانو جرګې د دغه قانون تعدیل چې ملیت او ملت کلیمه پکې وړاندیز شوي و په اجندا کې شامل کړ.

محمد هاشم الکوزی، د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو د کمیسیون ریییس و وېل: “د نفوسو د احوالو ثبت قانون موږ ته په داسې حال کې رسېدلی چې د ولسي جرګې له لوري یې د یوې مادې د تعدیل پېشنهاد شوی چې د ملیت او ملت ذکر په کې شوی چې یاد تعدیل هم په غوڅ اکثریت سره تایید شو.”.

سنا مجلس منشي سمیع فیصل په دې هکله داسې وایي: ډېری خلک په تذکرو کې د قوم د کلمې د زیاتېدو غوښتنه کړې ده چې دا غوښتنه باید په پام کې ونیول شي په دې هکله په مختلفو سیمو کې اعتراضات شوي دي.”

همدا ډول په مشرانو جرګې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په اړه پریکړې باید د خلکو د غوښتنو په اساس وي.

  د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار وایي: “موږ هغه کار ته لېوالتیا لرو په کوم کې چې د خلکو خیر وي نو په همدې اساس مو داسې پرېکړه وکړه.”

په دې سر بیره چې د مشرانو جرګې لخوا د رایو په غوڅ اکثریت تایید شوه او دې ته په کتو چې دغه قانون د ولسي جرګې له خوا رد شوي و؛ نو د ملي شورا ګډه کمیټه به رامنځ ته شي او د دغه قانون د ورستۍ کېدو په اړه به پریکړه کوي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …