عاجل خبرونه

په کابل کې د صرافانو ټولنې د صرافانو د امنیت خونديتوب غوښتی

(Last Updated On: نوومبر 2, 2017)

د شهزاده سرای د صرافانو ترمنځ د نوي رییس د ټاکلو لپاره ټاکنې تر سره شوې، چې د ډېرو رایو له مخې پخواني رییس قاضي میرافغان ساپی وکولی شول؛ یو ځل بیا د شهزاده سرای د صرافانو د رییس په توګه وټاکل شي.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې رییس قاضي میرافغان ساپی وایي؛ د سوداګرۍ او صنایو خونی له مسوولینو غواړم، چی د هغو صرافانو د خلاصون لپاره له امنیتی بنسټونو سره جدی خبری و کړي، چی په دی وروستیو کی برمته شوي دي.

د سوداګرۍ خونې مسوولینو د صرافانو تر منځ پر یوالي ټینګار کړی، چې خپل اتحاد خوندي او د هېواد آبادۍ او د خلکو خدمت ته خپلېئ هڅې روانې وساتي.

د سوادګری خونې مرستیال خانجان الکوزی زیاتوي؛ زه د سوداګرۍ د خونی په استازیتوب وایم او حاضر یم، چی ستاسو ټولو ستونزو ته د لاسرسي لپاره له دولتی مسوولینو سره مخامخ خبری وکړم.

 د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې رییس دغه راز د صرافانو د ملی ټولنه له رامنځته کولو خبر ورکړ، چې د هېواد ټول صرافان به په هغه کې خپل شتون وګوري.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …