عاجل خبرونه

په کابل کې د اسلامي فرهنګ په پراختیا کې د تصوف ونډه سیمینار جوړ شو

(Last Updated On: October 10, 2017)

په کابل کې د اسلامي فرهنګ په پراختیا کې د تصوف ونډه تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز سیمینار جوړ شو.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت جوړ شوی سیمینار به د هېواد د نغښتو ارزښتونو په پېژندنه کې آسانتاوې رامنځته کړي.  

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عشماني وایي، مونږ سولې او همغږۍ  ته اړ یو . د دغه راز سیمینارونو تر سره کول سولې ته د رسیدو یو غوره ګام دی.

دغه علمي او څېړنیز سیمینار، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت جوړ شو؛ د سیمې د بېلابېلو هېوادونو میلمنو هم په کې برخه واخیسته.

About Ariana News

Avatar

Check Also

نه پوهیږم، چې طالبان سوله غواړي او که د غولولو په لټه کې دي- اشرف غني

(Last Updated On: February 16, 2020) ولسمشر اشرف غني د مونیخ په ۵۶ نړیواله امنیتي …