Connect with us

تازه خبرونه

له فساد سره د مبارزې ملي تګلاره تصویب شوه- مرتضوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د قانون د عالي شورا په ناسته کې له فساد سره د مبارزې ملي تګلاره تصویب شوه.

د عدلي او قضایي بنسټونو لخوا د ملي تګلارې غټ ټکي د فساد په وړاندې د مجرمینو څارل، د مالي سرچینو سم مدیریت، سالمه مشرتابه، اداري سمونونه او حکومتي بنسټونو کې روڼتیا ده.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وایي، دغه بشپړه تګلاره د فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د یو عدلي او قضایي  مرکز هڅونه ده. مونږ د مدني او نړیوالو بنسټونو په شتون کې پرې کار کړی، چې دادی او یې کار پای ته ورسید.              

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ دغه تګلاره نیمګړې بولي او ټینګار کوي، چې د ملي وحدت حکومت د فساد ختمولو اارده نه لري.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ اجرایی رییس سید اکرام افضلي وایي؛ د تګلارې اعلامول د دې لپاره دي، چې حکومت نړیوالې ټولنې ته خپله اراده وښيي. په داسې حال کې، چې حکومت اراده نلري. حکومت سیاسي عمل کوياو ناسته یې له مونږ او نړیوالې ټولنې سره یوه تش په نوم ناسته وه.           

ځینې حقوق پوهان حکومت له اداري فساد سره په مبارزه کې ناکام بولي.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال ګل احمد مددزی وایي، هغه کسان، چې د حکومت پر څوکیو ناست دی؛ ځانونه باداران بولي. په داسې حال کې، د فساد په وړاندې د مبارزې اراده نلري او سیاسي عمل کوي.        

ولسمشرۍ ماڼۍ که څه هم په حکومتي بنسټونو کې فساد نه ردوي؛ خو  ټینګار کوي، چې له فساد سره مبارزه د حکومت لومړیتوب دی.

خبریاله ا:فسون محمدی

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!