په کابل کې د دنمارکي ځواکونو پر کاروان موتر بم چاودنه شوې

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2017)

نن له غرمې مخکې  ۱۱ بجې د کابل ښار د ۵ امنیتي حوزې اړوند قمبر څلورلاري ته نږدې د دنمارکي ځواکونو د موترو پر کاروان موتر بم برید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش پېښه تائیدوي او وایي، چې په دې ځانمرګي برید کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په سیمه کې عیني شاهدان وایي، چې په دغه پېښه کې پېنځه کسه ټپیان شوي دي.

طالب ویاند رسنیو ته څرګنده کړې، چې د کابل په نني ځانمرګي برید کې د بهرنیانو ۳ تانګونه ویجاړ شوي او ۱۶ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د ناتو رسنیز دفتر رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د کابل په ننۍ چاودنه کې د دوی عسکرو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

د روان کال د وږی پر ۲۲ په کابل کې د افغانستان کرکت شپږیزه  لیګ سیالیو لوبغالي ته نږدې یوې چاودنې یو پولیس او دوه ولسي وګړي ووژل او ۵ نوریې ټپیان کړل.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …