په هرات کې لږ تر لږه ۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي

(Last Updated On: January 18, 2020)

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د هرات ولایت په کوه زور او چشت ولسوالیو کې د امنیتی ځواکونو لخوا د هوایي بریدونو او توپچي پر ډزو لږ تر لږه ۲۰ طالبان وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي.

ولایتي چارواکو ویلي؛ د کوه زور ولسوالۍ د عملیاتو پر مهال په اوغچه کلي کې طالب قومندان فضل احمد د ۱۵ نورو طالبانو سره وژل شوی دی.

دغو چارواکو  دا هم ویلي، چې د چست شریف ولسوالۍ په هوایي بریدونو کې د ملا عبدالرحمن پېنځه کسان وژل شوي دي.

د هرات سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې په دې بریدونو طالبانو ته د پام وړ ځاني او مالي زیانونه هم اړول شوي دي

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بغلان ـ کندوز پر لویه لار طالبانو د پلټنې پوسته جوړه کړې

(Last Updated On: February 16, 2020) د بغلان ـ کندوز پر لویه لار د پلخمري …