عاجل خبرونه

په هرات کې د انسان تښتوونکیو درې کسیزه ډله ونیول شوه

(Last Updated On: January 2, 2020)

په هرات کې د ملي امنیت عمومي ریاست کارکوونکیو د انسان تښتوونکیو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې دغه کسان د یو سوداګر د زوی د تښتولو پر مهال د دې ولایت د پېنخمې ښاري حوزې له اړوند سیمې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ دغه نیول شوي کسان هر یو نورآقا د شېر آقا، نذیر احمد د کبیر احمد او عیدي محمد د کبیر احمد زامن دي.  

دغې درې کسیزې ډلې په لومړنیو څېړنو کې خپل جرم منلی او وایي، چې له انسان تښتونې څخه یې موخه د پیسو تر لاسه کول دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د ایران سفارت خپل کونسلي چارې ودرول

(Last Updated On: February 24, 2020) په کابل کې د ایران سفارت نن د کب …