په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: September 17, 2019)

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې وروسته یوه بجه یو ځانمرګي مسعود څلورلاري ته نږدې پر عام سړک ځان ته چاودنه ورکړې، چې په کې د ۶ سرتېرو په ګډون ۲۲ عام وګړي وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

د پېښې لیدونکي وایي، د ملي دفاع وزارت د پېژنتون ریاست دروازې په مخکې یوه ځانمرګي خپل چاودیدونکي توکي والوځول. 

دوی زیاته کړې، چې برید هغه مهال د خلکو په منځ کې رامنځته شو، چې ګڼ خلک د پېژنتون ریاست مخې ته دریدلي وه.

د دوی په وینا؛ د دې برید تلفات ډېردي، چې په کې ملکي افراد هم شامل دي.

د قربانیانو  لیږد او د سیمې پاکوالي څو ساعتونه ونیول، واټ د خلکو د تګ راتګ په وړاندې تړلی، د ملي امنیت، پولیسو او پوځ ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي دي.

موخه پوځي مرکز و؛ خو ملکي تاسیسات لکه دوکانونه او امنیتي بنسټونه هم زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پروان ولایت کې نن له غرمې مخکې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند اشرف غني ټاکنیز کمپاین ته نږدې د موترسایکل پر مټ ځانمرګی برید رامنځته شوی، چې په کې د ۴ سرتېرو په ګډون ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي او د ۱۱ نورو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. 

About Ariana News

Avatar

Check Also

په مزارشریف کې د سولې د ټینګښت او ستونزو په اړه بحث ترسره شو

(Last Updated On: October 17, 2019)د آلمان د فریدریش ایبرت بنسټ په مزارشریف کې د …