عاجل خبرونه

په مزار ښار کې د خصوصي مخابراتي شبکو دفترونه وتړل شول

(Last Updated On: July 22, 2019)

د بلخ ولایت د سیمه ییزو چارواکو په سپارښتنه امنیتي ځواکونو په مزار شریف ښار کې د خصوصي مخابراتي شبکو ټول دفترونه وتړل.

د بلخ والي ویاند منیراحمد فرهاد څرګنده کړې؛ له هغه وروسته، چې د وسلوالو طالبانو د ګواښونو له کبله په مزار شریف ښار کې مخابراتي شبکو د شپې لخوا خپل فعالیتونه ودرول؛ د یکشنبې پر ورځ(د چنګاښ۳۰) د بلخ والي د دغو شبکو سیمه ییزو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې باید څلیریشت ساعتونه فعالیت وکړي؛ خو دوی د یکشنبې او دوشنبې پر شپو هم خپل فعالیتونه ودرول او د سیمه ییزې ادارې له امره یې سرغړونه وکړه؛ نو د بلخ د والي د لارښوونې له مخې امنیتي ځواکونو په مزار شریف ښار کې د مخابراتي شبکو ټول مرکزونه وتړل.

 نوموړي دا هم ویلي، چې د دغو شرکتونو ورځنیو هڅو ته هم اړتیا نشته.

له یوې خوا د طالبانو ګواښ او له بلې خوا د مخابراتي شبکو پری کیدل د مزار شریف ښار د اوسیدونکیو د روحي او فکري نا آرامی لامل شوی.

دوی له محلي مسوولینو غواړي، چې دا ستونزه ژر ترژره حل کړي.

عبدالحمید  نومی محصل وایي، سیمه ییزې ادارې او د مخابراتي شبکو تړل کیدو مونږ له روحي او ذهني فشار سره مخ کړي یو. مونږ نشو کولی، چې خپل درسي مواد تر لاسه او له کورنیو سره اړیکې ټینګې کړو.

محمد صبور نومی وایي، روانه پېړۍ د اړیکو پېړۍ ده او دا  اړیکې د تکنالوژۍ پر بنسټ ټینګیږي . دا، چې د شپې لخوا شرکتونه د طالبانو د ګواښ له مخې فعالیت نه کوي؛ نو د ورځې ولې تړل کیږي او امنیتي سکتورونه ولې خلکو ته ډاډمنه فضا نشي رامنځته کولی.

د بلخ اوسیدونکی محمد نعیم وایي، که شبکې د شپې لخوا بندې وي؛ ګواښل شوي، خو مونږ نه پوهیږو، چې د ورځې ولې بندیږي او سیمه ییز حکومت یې دروازې تړلې دي؟! 

 دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې ناستې په پای کې طالبانو د امنیت د ټینګښت په موخه د ملکيانو، عامه موسساتو، مدرسو او خصوصي مرکزونو پروړاندې د تاوتریخوالی د راکمولو ژمنه کړې ده. د مزار ښار اوسیدونکي وايي، د دغو محدودیتونو په لګیدو د امنیتي او جنایی پېښو په اړه د خبرونو خپرول له ستونزو سره مخ شوي او ډېر داسې مسایل پټ پاتي کیږي، چې ولسي زیانونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په جوزجان، فاریاب، سرپل او د بلخ په یو شمېر ولسوالیو کې مخابراتي شبکو له دې مخکې په شپه کې فعالیت درولی و؛ خو دا لومړی ځل دی، چې نه یوازې په مزار ښار کې هم دا کار کیږي، بلکې په دې ښار کې د مخابراتي شرکتونو هڅې د ورځې لخوا هم بندیږي او دفترونه یې د سیمه ییزو چارواکو لخوا تړل کیږي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

که امریکا خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې نشي، جګړه به وغزوو- د طالبانو ګواښ

(Last Updated On: August 20, 2019)د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز …