تازه خبرونه
په کابل ښار کې د خلکو لاریون پر تاوتریخوالی واوښت
د کابل د چهارشنبې ورځې د خونړي برید په غبرګون کې سلګونه کابل ښاریان سړکونو ته را ووتل او د ملي وحدت حکومت له مشرانو یې وغوښتل، چې استعفا ورکړي؛ خو حکومت امنیتي تدبیرونه پراخه کړل او په هر ځای کې پولیسو امنیتي کمربندونه جوړکړل.
معترضان د سرای شمالي له مسیر څخه د ښار پر لور روان دي او غواړي زنبق څلور لارې ته ځانونه ورسوي، چېرته ، چې د چهارشنبې ورځې خونړی برید شوی و.
لاریونکوونکيو حکومتي ضد شعارونه راپورته کړي او غواړي ځانونه ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست ته ورسوي؛ خو پولیسو یې مخه نیولې او ښار ته ورغلې ټولې لارې یې تړلي دي.
دوی ادعا کوي، چې د حکومت مشران د خلکو له برخلیک سره معامله کوي او نه شي کولی په هېواد کې د خونړیو پېښو مخنیوی وکړي.
لاریون کوونکي له ولسمشر او اجرائیه رییس غواړي، چې د دې ټولو خونړیو پېښو ځواب خلکو ته ورکړي.
اعتراض کوونکي له حکومت غواړي، چې د حقاني شبکې جګپوړی غړی انس حقاني په دار وځړوي او له هغو هېوادونو سره اړیکې پرې کړي، چې د ترهګرو ملاتړ کوي.
لاریونکوونکي وایي، د افغانستان خلک هره ورځ وژل کیږي او حکومت پرې چپتیا غوره ګڼلې ده.
دوی هڅه کوي، چې د ښار له ټولو در وازو ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست ته وردننه شي؛ خو پولیس غواړي لاریونکوونکي پر هوایي ډزو، اوبو لیکو او ګاز له سیمې لیرې او ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست ته یې د وردننه کیدو مخه ونیسي. دغه لاریون اته بجې د زنبق له څلولارې پیل شو او د کابل ښار نورو سیمو ته هم وغزیده.
لاریونکوونکي غواړي پر کاڼو او تیږو پولیس له خپلې مخې لیرې کړي؛ خو پولیسو یې تر دې دمه مخه نیولې ده او نه پریږدي، چې خلک په ډېر شمېر ښار ته رادننه شي.
ویل کیږي، چې په روان له تاوتریخوالي څخه په ډک لاریون د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد عالم یزدیار زوی، د پولیسو پر ډزو ټپي او روغتون ته ولیږدول شو.
لاریونکوونکي د کابل د چهارشنبې ورځې د چاودنې په اړه د عدالت غوښتونکي دي، چې خلکو ته په کې مالي او ځاني زیانونه واوښتل. په دغه پېښه کې نږدې ۱۲۰ کسه وژل شوي، ۴۷۰ نور ټپیان دي او په میلیارونو دالر زیانونه اوښتي دي.
دا لومړی موتر بم برید نه دی، چې په کابل کې را منځته کیږي، بلکې له دې وړاندې رجال برجسته، شاه شهید سیمه، د دهمزنګ برید، ۴۰۰ بستریز روغتون، د پولیسو ودانۍ په وړاندې بریدونه یې څو بېلګې دي، چې خونړي بریدونه ول او په کې د ګڼو ملکیانو وینې تویې شوې.
د دغه راز پېښو له تر سره کیدو وروسته خلک له دولت غواړي، چې د پېښې عاملانو سره کلک چلند وکړ؛ خو دا ځل یې د ملي وحدت حکومت د دواړو مشرانو د ګوښه کیدو غوښتنه راپورته کړې ده.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ