عاجل خبرونه

په هرات کې یوې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: May 18, 2019)

د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۵ کسان وژلي او د اوبه ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۲۰ نور ټپیان دي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا منلې، چې د شنبې پر سهار( د غویی ۲۸) اته نیمې بجې د اوبه ولسوالۍ په بازار کې ځواکمنه چاودنه رامنځته شوه.

نوموړی زیاتوي؛ تر دې دمه دغې چاودنې ۵ ماشومان وژلي او د اوبه ولسوالۍ روغتون ته ۲۰ ټپیان رالیږدول شوي دي.

هغه ټینګار کړی، چې کیدی شي د پېښې ځاني زیان لدې نور هم ډېر شي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد څرګنده کړې، چې دغه چاودنه په موترسایکل کې له ځای پرځای شویو چاودیدونکیو توکو رامنځته شوې ده.

تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه ندی اخیستی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په لوګر کې د جنسي ځورودنې لومړنۍ پلټنې پیل شوي- لویه څارنوالي

(Last Updated On: December 8, 2019)لویې څارنوالۍ په ډاګه کړې، چې د لوګر د مدني …