امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو یو بل مسوول هم نیولی دی.
کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د پولیسو ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د پېنځمې ناحیې د کوته سنګي په اړوند سیمه کې د طالبانو د استخباراتو یو بل مسوول هم له پېژندلو وروسته نیولی دی.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ نیول شوی کس رحمت الله نومیږي، چې د پېنځمې ناحیې د نیازبیک د سیمې اوسیدونکی دی.
نوموړی په کابل ښار کې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د کسانو پر لیږدولو او ورانکاریو تورن شوی دی.
دا په داسې حال کې ده ، چې تېره ورځ هم پولیسو د کابل ښار د کمپنۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو د استخباراتو یو مسوول نیولی و.
طالبانو د دغې پېښې په اړه هم څه ندي ویلي.