عاجل خبرونه

په کابل کې چاودنې ۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: May 30, 2019)

ملي دفاع وزارت وایي، یوه ځانمرګي برید ګر د مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون محصلان په نښه کړل، چې په کې ۶ کسان وژل شوي او د څلور ملکیانو په ګډون ۱۶ نورټپیان دي.

برید پر داسې مهال شوی، چې ځینې محصلان له پوهنتون څخه د وتلو په حال کې ول او د رخصتیو لپاره کور ته تلل.

کورنیو چارو وزارت هم ویلي په دې چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز څرګنده کړې؛ یو ځانمرګي بریدګر غوښتل غرمه مهال د مارشال فهیم پوهنتون ته وردننه شي، چې له پېژندنې سره سم یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د پېښې عینې شاهدانو ویلي، چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دغه پوهنتون زدکوونکي د راوتلو په حال کې ول.

داعش د مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون پر محصلانو د ننني برید مسوولیت پر غاړه واخیست.

دا لومړی ځل نه دی، چې د مارشال فهیم پوهنتون په نښه کیږي؛ په تېرو څو میاشتو او کلونو کې پر دغه  مرکز ځانمرګي بریدونه او چاودنې شوې دي. د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون په ۲۰۰۵ کال کې جوړ شو او یو مهم پوځي پوهنتون دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغانستان د سولې له هوکړې سره سم نږدې ۸ میلیارد دالرو ته اړتیا لري- نړیوال بانک

(Last Updated On: December 6, 2019)نړیوال بانک پخپل یو تازه راپور کې په ډاګه کړې؛ …