عاجل خبرونه

په کابل ښار کې پر مرکزي پُست خونه وسلوال برید ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: April 20, 2019)

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د شنبې پر ورځ( د وري ۳۱) غرمه مهال د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ته نږدې پر مرکزي پُست خونې وسلوال برید د څلورو برید ګرو پر وژلو پای ته رسیدلی او سیمه پاکه شوې ده.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ یو بریدګر ځانته چاودنه ورکړې او درې بریدګر د پوست ریاست ته وردننه شول؛ خو له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې څلورواړه برید کوونکي ووژل شول او تر مازیګره په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات هم پای ته ورسیدل.

امنیتي سرچینو ویلي؛ پر مرکزي پُست خونې د غرمني وسلوال برید د بریدګرو شمېر پېنځه کسانو ته رسیده؛ یوه یې ځانمرګی برید ترسره کړی، دوه وژل شوي او دوه نور ژوندي دي، چې له امنیتي ځواکونو سره یې اوس هم نښته روانه ده.

کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په ډاګه کړې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند پر مرکزي پُست خونې د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات پای ته ورسیدل. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امنیتي ځواکونو څلور ترهګر، چې پر مرکزي پُسټ خونې یې برید کړی و؛ ووژل.

سرچینې زیاته کړې؛ په دې برید کې څلور ملکي وګړيو او درې سرتېرو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ملکي وګړي ټپیان دي.

هغه زیاتوي؛ امنیتي ځواکونو د عملیاتو په بهیر کې د مخابراتو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو له ۲۸۰۰ څخه د ډېرو کارکوونکیو ژوند ژغورلی دی.

د برید پړه تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نده اخیستې؛ خو طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي دي.

About Ariana News

Check Also

په کابل کې د مشرانو جرګې سلاکار له ترهګرو سره د ملګرتیا پر تور نیول شوی

(Last Updated On: May 24, 2019)کورنیو چارو وزارت د مشرانو جرګې سلاکار، ترهګرو ته په …