تازه خبرونه
په فراه ولایت کې ۱۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
په فراه ولایت کې امنیتي چارواکو ویلي، چې افغان ملي او دفاعي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې ۸ وسلوال طالبان وژلي او دری نور ټپیان دي.
د فراه د دوه یمي پلې لوا قومندان حشمت الله احمدي وایي؛ افغان ملي او دفاعي ځواکونو د فراه په مرکز کې یو لړ چاڼیز عملیات تر سره کړي، چې په کې ۱۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتي ده. نوموړي زیاته کړې، چې دوه نور وسلوال طالبان ژوندي نیول شوي او درې موتر یې له منځه وړل شوي دي.
د احمدي په خبره؛ یو لړ وسلي هم د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلې دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشر غني دغه ولایت ته د سفر پر مهال په هوایي ډګر کې د وسلوالو طالبانو له توغندیزو بریدونو سره مخ شوی و.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمهييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نههویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.
دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.
د خصوصي سکتورغړي هم وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام لهخوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.
تازه خبرونه
په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه
په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.
دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.
چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.
د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.
افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.
تازه خبرونه
د کورنيو توليداتو د کيفيت او صنعتي ودې لپاره دې هڅې ګړندۍ شي – مولوي عبدالکبير
د ریاست الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير د سې شنبې پر ورځ ( د وري اتهویشتمه ) په سپېدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارسمبالي نورالدين عزيزي سره وکتل.
نورالدین عزيزي ويلي، له ګاونډ هېوادونو سره ښې سوداګريزې اړيکې د دې لامل شوي، چې په هېواد کې دننه بيې په ښه حالت کې پاتې شي او د لارو بندېدا به پر بازار منفي اغېز ونکړي.
عزیزي زیاته کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکټور سره همکار دی، چې له اغېزې یې خصوصي سکتور هم په سمه توګه فعالیت کوي او اسلامي امارت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د ښې اقتصادي پالیسۍ پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. همدارنګه د افغانستان محصولات د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري او د بازار موندنې لپاره یې په نورو بازارونو کې هم نندارتونونه جوړ کړي دي.
دغه راز مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي: د امارتي ادارو بېسارې هڅې او د افغانۍ د بیې ثبات د دې لامل شوی، چې د خوراکي توکو بیې په ټیټه بیه کې پاتې شي او خلک مو د اړینو توکو د پیرودلو وس ولري.
مولوي عبدالکبیر له ګاونډ هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د انډول پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې د کورنیو تولیداتو د ښه کیفیت او د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې باید نورې هڅې هم وشي.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
نړۍ3 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
تازه خبرونه2 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ1 day ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي