تازه خبرونه
په کابل ښار کې د عبدالعلی مزاري پر تلینغونډې برید شوی
د کابل ښار د برچي په اړوند سیمه کې د پخواني جهادي مشرعبدالعلي مزاري د څلیریشتمې تلینغونډې پر مراسمو د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۱۶) له غرمې مخکې د چاودنو او توغندیو بریدونه شوي دي.
لومړنۍ چاودنه هغه مهال شوې، چې اجرائیه رییس، عبدالله عبدالله وینا کوله.
په سیمه کې د آریانا نیوز خبریال باعث حیات او خالد نیکزاد ویلي، چې په مراسمو کې ګډونکوونکیو چارواکو ته زیان ندی اوښتی او تر ډېره زیان من کسان له سیمې تېرېدونکي او لارویان دي.
حکومتي سرچینو ویلي، چې په دې برید کې ۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۲۲ نوزر ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت منلې، چې پر مراسمو د هاوان توغندي توغول شوي، چې په اړه یې یو کس نیول شوی هم دی او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د کابل په ۱۸ حوزه کې له یوه کوره د هاوان څلور مرمۍ توغول شوي؛ خو له مراسمو څخه کابو ۱۰۰ متره لیري لګیدلي او له سیمې څخه د بریدګرو د پاکولو عملیات روان دي.
د راپورونو له مخې په دې چاودنو کې د ولسمشرۍ نوماند عبدالطیف پدرام ټپي شوی او روغتیایي حالت یې ښه ښودل شوی دی.
دغه راز په دې چاودنو کې د ملکي خلکو کورونه هم زیانمن شوي دي.
ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د عبدالعلی مزاري پر څلیریشتمې تلینغوډې برید یو جنایتکارانه عمل دی، چې د ولسواکۍ له مدني ارزښتونو سره هم ښکاره دښمني ده.
د حزب وحدت مشر محمد محقق په یوه خبرې ناستې کې نننی برید د دولت کمزوري بولي او وایي، چې له هغې ورځې، چې زمونږ د سولې او اعتدال ډله جوړ شوی؛ مونږ تر برید لاندې یو.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند د سولې او اعتدال ډلې مشر محمد حنیف اتمر په خپل یو ویدیوي پیغام کې د عبدالعلي مزاري پر څلیریشتمې تلین غونډې د بریدونو په اړه ویلي، چې د خلکو او حکومتي مشرانو دښمانو نن د ښځو او ماشومانو په منځ کې بریدونه تر سره کړل او د نورو ټپیانو تر څنګ زما ۶ ساتونکي هم په کې ټپیان شول.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه ندی اخیستی.
د عبدالعلي مزاري د تلینغونډې په مراسمو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر یو شمېر نورو سیاسي او جهادي څېرو ګډون درلود
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه19 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ17 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی18 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ