په فاریاب کې د المار طالب ولسوال او د سرې قطعې قومندان وژل شوي

(Last Updated On: January 7, 2019)

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ طالب ولسوال او په دې ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان حبیب نومی وژلي دي.

د دغې سرچینې د خبرپاڼې له مخې؛ د افغان ځواکونو په دوه بېلابېلو عملیاتو کې المار ولسوالۍ ته نومول شوی طالب ولسوال ملا سرور او د طالبانو د سرې قطعې د قومندان حبیب او دوه نورو قومندانانو په ګډون ۳۷  وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي څرګنده کړې، چې په دې عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو یو شمېر مرکزونه او پټنځي هم ویجاړ شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ډېر ژر به ۱۵۰۰ملي بسونه په کابل ښار کې تګ راتګ پیل کړي

(Last Updated On: September 23, 2019)کابل ښاروالۍ ویلي، چې د میلیونونه افغانیو پر ارزښت يي …