عاجل خبرونه

په کابل کې څلور انسان تښتوونکي ونیول شول

(Last Updated On: January 1, 2019)

د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل ښار کې د انسان تښتوونکیو یوه څلورکسیزه ډله نیولې؛ یو کس یې ترې له بنده خلاص کړی او اړوند کورنۍ ته یې سپارلی دی.

ملي امنیت په ډاګه کړې، چې د سې شنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۱) له غرمې مخکې دغو انسان تښتوونکیو د کابل ښار د خیرخانې له نوې پروژې یو داکتر تښتولی و او له کورنۍ څخه یې د ۵۰۰ زره امریکایي دالرو غوښتنه کړې وه؛ خو د ملي امنیت کارکوونکیو یاده ډله د کابل ښار د څلورمې ناحیې د تایمني له پروژې ونیوله.

د یادونې ده، چې په کابل ښار کې د اړوند امنیتي ادارو پر هڅو د جنایي جرمونو، غلاوو او انسان تښتونکیو کچه د تېر په پرتله راټیټه شوې ده.     

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: September 17, 2019)کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې …