عاجل خبرونه

په هرات کې د طالبانو څلور مهم قومندانان وژل شوي

(Last Updated On: December 30, 2018)

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د هوایي ځواکونو په بمبارد کې د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ څلور مهم قومندانان وژل شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛  تېره ورځ  هوایي ځواکونو د غوریان ولسوالۍ د غش او چمغاغ  په اړوند سیمو کې ملا مسلم، ملابشیر، ملا وکیل او ملاکریم نومي مهم قومندانان وژلي دي.  

د دوی د څرګندونو له مخې؛ په دې هوایي برید کې دوه موترسایکلونه، دوه میله کلاشینکوف او یو شمېر مهمات هم له منځه تلې دي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د یوې ډوډۍ وزن له ۲۲۰ ګرام څخه ۱۸۰ ته راټیټ شوی

(Last Updated On: December 5, 2019)د وارداتي اوړو د بیو د لوړوالي له کبله په …