عاجل خبرونه

په کابل کې ځانمرګي ۲۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018)

په کابل ښار کې د دوشنبې پر ورځ له غرمې وروسته ( د لړم ۲۱) یو ځانمرګي برید کوونکي استقلال لیسې ته نږدې ځان پورې تړلیو چاودیدونکیو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د کابل ښار د استقلال لیسې تر څېرمه د یوې پوستې تر څنګ ځانمرګې د درې میرمنو، دوه نرینه وو او یو پوځي په ګډون ۶ کسان وژلي او د درې پوځیانو په ګډون ۲۰ نور یې  ټپی کړي دي.

کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش دا هم څرګنده کړې، چې ځانمرګي بریدګر هغه مهال ځانته چاودنه ورکړه، چې د پولیسو لخوا وپېژندل شو.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا ندی منلی.

About Ariana News

Check Also

د امریکا استازی خلیلزاد د چین، روسیې او اروپایي ټولنې له استازيو سره وغږیده

(Last Updated On: مارچ 23, 2019)د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د …