عاجل خبرونه

په کابل ښار کې د ځانمرګو بریدونو دوه مشران ونیول شول

(Last Updated On: September 30, 2018)

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړې قطعې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې د ځانمرګو بریدونو دوه مشران نیولي دي.

له نیول شویو کسانو هر یو فیروز کوچی د دولت خان او رفیع الله د زرګل زامنو سره له چاودیدونکیو توکو ډک لاسي بکس، یو میل تومانچه او یو کرولا موتر تر لاسه شوي دي.

د یادونې ده، چې نیول شویو کسانو د ځانمرګو واسکتونو او موتر بم چاودنو شپږ میاشتنۍ زدکړې د پاکستان د اکوړه خټک په اړوند سیمه کې ترسره کړي او د حقاني ډلې د یوه قومندان بشیر نومي په مرسته د میدان ورګ بند چک ولسوالۍ ته د بریدونو او چاودنو په موخه رالیږدول شوي او د پېنځه ځانمرګو په وسیله یې غوښتل، چې د پېنځمې ناحیې پر ښاري کمربند او دغه راز په کابل ښار کې پر یوشمېر سیاسي فعالانو او دیني عالمانو ځانمرګي بریدونه ترسره کړي، چې موخې ته له رسیدو مخکې ونیول شول.

تر دې دمه کومې ډلې او یا طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د حیرتانو دوه لارې ته نږدې د راغورزیدلې چورلکې په پېښه کې ۸ کسان وژل شوي

(Last Updated On: October 15, 2019)چارواکو ویلي؛ نن مازیګر د ملي اردو یوه چورلکه د …